الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې له اوسېدونکو سره د مشکلاتو دحل لپاره د کابل ښاروالۍ د مشورتي جلسې جوړېدل!

11 عقرب 1398

کابل ښاروالۍ د پنجشنبه، د ۱۳۹۸ کال د عقرب په ۹مه د لسمې ناحیې له اوسېدونکو سره د ښې همغږۍ او ښاري ستونزو ته د غوره رسېدنې په برخه کې د حل لارو چارو موندلو په نیت مشورتي جلسه دایره کړه. د غونډې په پیل کې د کابل ښاروالۍ د ښاري پراختیا او پلان معین ډاکټر صدرالدین تاجیک د بي بي مهرو څخه تر قلعه یې موسی پورې د سړک د پراختیا، له ښاري خدمتونو څخه په محرومو سیمو لکه چهار قلعه- وزیر اباد کې د سړکونو پخولو، د کابل ښاروالۍ د پروژو معیاري او سمې پلي کېدنې، همدا راز د غیر معیاري ودانیزو چارو د مخنیوي او نورو چاپېریالي ستونزو د هواري په خاطر خپل نظریات او نیوکې شریکې کړې. نوموړي وویل، کابل ښاروالي د خلکو ستونزې درک کوي او د شته امکاناتو له مخې هڅه کوي چې د ښاري او ټولنیزې ودې او پراختیا لپاره په متوازن انکشاف لاس پورې کړي او پر وخت لازم اقدامات وکړي تر څو د خلکو ستوزنزې حل کړي.