الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په اتلسمه ناحیه کې د رغونې د شپږو پروژو کار پیل شو

16 عقرب 1398

کمو وده موندلو ناحیو ته په پام او د خلکو د چاپېریالي ستونزو په درک نن په اتلسمه ناحیه کې د رغونې د شپږو پروژو کار د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري مرستیال سید الرحمن جلال په وسیله د پټۍ په پرې کولو او په ولسي جرګه کې د خلکو وکیل الله ګل مجاهد، د کابل د ولایتي شورا رییس رحیم الله مجاهد، د اتلسمې ناحیې رییس عبد المبین سعیدي، د ګذر وکیلانو او ځایي اوسېدونکو په حضور پیل شو. پنځه پروژې یې په لومړي، دویم، درېیم او اتم ګذر کې د ۴.۵ کیلو متره سړک کانکریټ او یوه پروژه یې په شپږم او اوم ګذر کې د ۳۰۰۰ متره پلو لارو پوښل دي.  د دغو پروژو په پلي کېدو به په یادو ساحو کې د خامه سړک له امله د خلکو ستونزې حل شي، غوره چاپېریالي او ټولنیزې اسانتیاوې به رامنځته کړي او اتلسمې ناحیې د ودې لامل به شي.