تر بادام باغ پورې د ترافیک (محمد نور سعیدي) څلورلارې د اساسي سړک د جوړېدو کار چې په ۲.۸ کیلومتره اوږدوالي د کابل ښاروالۍ د ښاري ترانسپورت د پرمختګ او اغېزمنتیا د پروګرام له لارې جریان لري، ژر به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دغه سړک اصلي ساختمان له ترافیک څلورلارې پيلېږي، د مېوې مارکېټ له سړکه تېرېږي او په بادام باغ ساحه پای مومي، چې سور یې ۳۰ متره دی، ویالې، پلې لارې او د یوه معیاري سړک نورې برخې هم پکې شاملې دي.
تر بادام باغ پورې د ترافیک څلورلارې سړک د جوړېدو کار ژر بشپړېږي
19 عقرب 1398