کابل ښاروالۍ د ځمکې د سطحې د اوبو د مدیریت په موخه له کارته نو سړک څخه د لوګر تر سیند پورې د رحمان مېنې د ویالې چې د کثافاتو له امله بنده شوې وه، د پاکولو کار پيل کړ. د دې ویالې اوږدوالی ۷ کیلومتره او سور یې ۴.۵ متره دی، چې تر راتلونکو ۱۵ ورځو به ۱۸۰۰۰ متره مکعبه کثافات او خړې له ښاره بهر ترې انتقال کړي. تمه کېږي چې زموږ ښاریان په تېره بیا د دغې ویالې د مسیر اوسېدونکي د کثافاتو په نه غورځولو او پاک ساتلو د دې ویالې د بندښت لامل نه شي، ځکه د کابل ښاروالۍ مالي او بشري سرچینې تل د لښتیو، ویالو او کانالو په پاکولو لګول کېږي.
په اتمه ناحیه کې د رحمانمېنې ویالې پاکول پيل شول
20 عقرب 1398