د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال: په ښار کې د ګڼې ګوڼې د کمولو طرحې تطبیق زموږ د توجه په محراق کې دی

20 عقرب 1398

د ګڼې ګوڼې د کمولو او د دغه بنسټ د مختلفو برخو د فعالیتونو تنظیم په موخه تېره ورځ کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز د کابل ښاروالۍ د تخنیکي او فني مرستیال محمد صدیق صاحبزي په ملتیا د ګڼې ګوڼې د کمولو د طرحې د اغېزمنتیا په موخه د ښار لیدنه وکړه.  کابل ښاروال د کابل ښار د ګڼې ګوڼې د کمولو د طرحې تطبیق د کاري اجراتو د اغېزمن ګڼلو تر څنګ د اړوندو برخو پر ملاتړ او تقویتي پروګرامونو او لا همغږۍ تمرکز وکړ او یو ځل بیا یې مسوولانو ته د ښار په مزدحمو ټکو کې د ګڼې ګوڼې د کمولو د طرحو د عملي کولو او په کابل ښار کې د پایدار ښاري نظم د ټينګښت په اړه مسوولانو ته لارښوونه وکړه. کابل ښاروال څرګنده کړه چې د لیني موټرو د تنظیم، له پلو لارو او سړکونو خنډونه لرې کول لکه د ګرځنده پلورونکو او کراچیو، غرفو او غیر قانوني کپې د پاکولو له عملیاتو مخکې اړوندو مالکانو او ښاریانو ته ورسول شي، چې بې نظمه ساحې د غیر قانوني خنډونو له شتونه پاکېږي، ترڅو ګرځنده پلورونکي او نور کسان چې د پلو لارو او سړک د ترافیکو جریان یې ګډوډ کړی، د شکایت حق ونه لري او د ګڼې ګوڼې د کمښت پروګرامونه اسانه عملي شي.