د پروان سوم په سیمه د هوايي ډګر د شمال پر استقامت د ۷ کېلو متره اوږد او له ۵ تر ۱۰ مترو په پلنوالي د وزیر اباد کانال چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوي او ټاکل شوې چې د قوس په میاشت کې یې پرانیسته وشي. دا کانال چې د لسمې، یوولسمې، اوولسمې، پنځلسمې، څلورمې او دویمې ناحیې اوبه په کې تېرېږي چې فلزي کټارې هم ورته له دواړو غاړو لګول شوې دي. هیله ده چې د کانال په مسیر پراته هېوادوال دغه کانال ته د خځلو په غورځولو سره د دې کانال د چټولو سبب نه شي، ځکه چې د دغه کانال په رغولو له خځلو، خلطو او له خټو څخه د دغه کانال په پاکولو د کابل ښاروالۍ پراخې پیسې مصرف شوې دي.
د وزیر آباد کانال د پخولو چارې ۹۷ فیصده مخته تللې دي
23 عقرب 1398