کمو وده موندلو ناحیو ته په پام په نولسمه ناحیه کې د رغونې د پنځو پروژو کار د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري مرستیال سید الرحمن جلال په وسیله د پټۍ په پرې کولو او په ولسي جرګه کې د خلکو وکیل الله ګل مجاهد او ځایي اوسېدونکو په حضور پیل شو. په دغو پروژو کې په د نولسمې ناحیې اړوند کټه خېل او تنګي غارو سیمه کې د ۴.۵ کیلو متره سړک کانکریټ شامل دی، چې په جوړېدو به یې د دې ناحیې د اوسېدونکو ستونزې حل شي.
په نولسمه ناحیه کې د رغونې د پنځو پروژو کار پیل شو
23 عقرب 1398