د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

اتصالات مخابراتي شرکت د ښار په پاکولو کې ونډه واخیسته

23 عقرب 1398

د ښاري مشارکت فرهنګ د ټينګښت په موخه د اتصالات مخابراتي شرکت ځينو کارمندانو د ښار د پاکولو په موخه د کابل ښاروالۍ د منسوبینو تر څنګ د ښار په تنظیف کې ونډه واخیسته.  دغه تنظیفي کار تېره ورځ چې په لسمه ناحیه کې پيل شوی و، د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې او ښاري خدمتونو مرستیالې ډاکټرې مهتاب عالمي هم ګډون پکې درلود؛ له اتصالات مخابراتي شرکت څخه یې د مننې تر څنګ، توقع وکړه چې لازمه ده د پاک ښار په درلودو او د ښاري مشارکت فرهنګ په ټينګښت کې له موږ سره نور حکمي او حقیقي کسان او خصوصي سکتور هم مرسته وکړي. دغه راز له ټولو کابل ښاریانو یې غوښتنه وکړه چې لږ تر لږه د خپلو ملکیتونو شاوخوا پاکۍ ته پام وکړي او د کثافاتو له خورولو او تیتولو ډډه وکړي، ځکه د کابل ښاروالۍ پرسونل د تولیدي کثافاتو پر انتقالولو سربېره د خورو کثافاتو پر راټولولو هم بوخت دي، چې تل یې د دغه زیارکښ قشر بار دروند کړی او دا د اسلامي فرهنګ او ښوونو خلاف کار دی.