د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تولیدي کثافاتو په مدیریت او بېلولو کې د ښځول رول پياوړی وګڼل شو

25 عقرب 1398

تېره ورځ په هغه غونډه کې چې د تولیدي کثافاتو په ځانګړې توګه د پخلنځي (وچو او لامدو) کثافو په مدیریت او بېلولو کې د ښځول رول د پياوړتیا په موخه جوړه شوې وه، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو معین مرستیال سرڅېړونکي محمد فاضل شریفي، د ښاري او چاپېریال ساتنې مرستیاله ډاکټره مهتاب عالمي، له کابل ښاروالۍ څخه د (اروپايي ټولنې) د ملاتړ پروژې همکارانو او د لومړۍ، شپږمې، اومې او شلمې ناحیې د ښځو شورا غړو ګډون پکې کړی، په کورنیو کې یې د کثافاتو د تولید پر کمښت بحث وکړ. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ښاري چارو مرستیالې په خپلو ویناوو کې په ټولنه کې د ښځو د رول پر پياوړتیا خبرې وکړې او ویې ویل: څنګه چې ښځې په خپل مثبت او ښکلا لیدونکي لیدلوري د ټولنې په نورو موضوعاتو کې فعالې او ښه فکر لري، د ښاري نظافت د ښه مدیریت په موخه په کورنیو کې په پخلنځي او چاپېریال کې د کثافاتو په بېلولو کې هم مهمه ونډه لري او له موږ سره د کثافاتو په ټولولو او انتقال کې مرسته کولی شي، ترڅو کابل ښار د نظافت او پاکۍ د یوه غوره فرهنګ خاوند شي.  په پای کې له دغه بنسټ څخه د ملاتړ پروژې په دې غونډه کې د پوهاوي او معلوماتي کڅوړې چې د وچو او لامدو کثافاتو په مدیریت او بېلښت کې د ښځو د معلوماتو او تجربو د شریکولو په موخه چمتو شوې وې او همدارنګه د کورنیو د پوهاوي لپاره سینمايي نمایش وړاندې کړ.