د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په بګرامي تپه کې د اوبولو (قطره‌يي) سیستم د جوړېدو چارې پيل شوې

25 عقرب 1398

کابل ښاروالۍ په بګرامي تپه کې د مالي او تر ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د کمښت په موخه د اوبولو قطره‌يي سیستم چې یو معیاري سیستم دی، د جوړېدو کار پيل کړ. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رییس شېرشاه امیري په دې اړه څرګنده کړه، چې بګرامي تپه د کابل ښار یوه ايکولوژيکي ساحه ده، چې ونې یې د کابل ښار د هوا په پاکولو کې مهم رول لري. موږ د دې ساحې ونو ته د پاملرنې، د هغو د ساتنې او اوبولو په موخه د ۱۵۰۰۰ ونو د اوبولو سیستم د جوړولو پروژه پيل کړه، چې تر راتلونکو دریو اونیو بشپړېږي. دغه سیستم په همېشنۍ (تر ځمکه لاندې د پایپ خښولو) په بڼه عملي کېږي. په سېلابي بڼه د ونو او نورو زرغونو ساحو اوبول یوه غیر اقتصادي عملیه ده، چې له یوې خوا زیاتو سرچینو ته اړتیا لري او له بله اړخه په لوړه کچه تر ځمکه لاندې خوږې اوبه ضایع کوي. د دغه سیستم په پلي کېدو د اوبو د ضایع کېدو مخه نیول کېږي، له اوبو څخه اغېزمنه ګټه اخیستل کېږي، ونو ته پر وخت اوبه رسېږي او دغه راز کم کاري ځواک ته اړتیا لري، ځکه سیستم په اتومات ډول کار کوي.