د 1398 کال د لړم په 23 مه نېټه د کابل ښارول احمد ذکي سرفراز د ښه خدمتونو وړاندې کولو نه ستړې کیدونکو هلو ځلو او وروستیو کارونو له امله د لمړۍ ناحیې اوسېدونکو له خوا وستایل شو. د جایزې مراسمو په جریان کې ، د لومړۍ ناحیې وکیلانو د شورا رئیس سېد حسن پرویزي د ښاري سیسټم په عملي کیدو ، په ځانګړې توګه د ښاري پراختیا پلان جوړونې ، د پراختیايي پروژو پلي کول ، د چاپیریال ساتنې برنامې او په لسګونو نورو پیښو کې د کابل ښاروالۍ مشرتابه د کار او هڅو ستاینه وکړه. د کابل ښاروالۍ ښو خدمتونو یادونه یې وکړه او د دې ادارې مشرتابه سره یې خپل ملاتړ څرګند کړو
کابل ښاروال د لمړۍ ناحیې د اوسېدونکو لخوا وستایل شو
25 عقرب 1398