د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تېرو نهو میاشتو د لاسته راوړنو او کړنو په اړه د کابل ښاروال مطبوعاتي کنفرانس!

26 عقرب 1398

په یوه کنفرانس کې کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز د شنبه په ورځ د روان کال د لړم په ۲۵مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د کابل ښاروالۍ د تېرو نهو میاشتو د لاسته راوړنو په اړه د هېواد رسنیو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. په دغه کنفرانس کې کابل ښاروال د کابل ښاروال د ودې او پراختیا په لرلید کې د دغه بنسټ د نوو پلانونو او پروګرامونو پر معرفي سربېره د پتې موندنې د کار د پرمختګ په اړه چې ټاکل شوې، ژر تر ژره یې لوحې نصب شي، د ښار د ترافیکو د وضعیت د ښه والي لپاره د کابل ښاروالۍ د ترافیکو د نوو مامورینو د ګومارنې، پر هغه شرکت قانون پلي کول چې د هوايي ډګر سړک د ونو په پرې کولو يې ښاري سرغړونه کړې وه او نورو ښاري سرغړونو، د ښار د لسګونه کیلومتره اصلي او فرعي سړکونو، کانالونو، ویالو، پلو لارو، د پارکونو جوړولو او بیارغونې، د فاتحې سالونونو، تمځایونو، د څلور لارو جوړولو او د ترافیکو د پرمختګ او د ګڼې ګوڼې د کمښت نورو پروګرامونو، د کثافاتو پر وخت مدیریت او زرغونو ساحو د پراختیا، د ښاري نظم او ابادۍ لپاره ستراتیژيکو پلانونو او کړنلارو جوړولو، له اداري فساد سره د مبارزې او ښې حکومتولۍ په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: کابل ښاروالۍ د مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې په د کابل ښار په لسو ناحیو کې ۱۳۷ زره ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي، د ښاري اړتیاوو مطابق د دې ادارې د تشکیلاتي جوړښت اصلاح، د لومړۍ، دویمه، درېیمه درجه کامندانو ارزونه او د کابل ښاروالۍ د پلانونو تطبیق په ښه حکومتولۍ کې د کابل ښاروالۍ لاسته راوړنې دي. په روان مالي کال کې په ۲۲ ناحیو کې ۱۹۳ پروژې د تطبیق پړاو ته تللې دي چې د ځينو پروژو کار یې بشپړ او د ځينو چارې روانې دي او د ځينو نور کارونه پيل شوې دي. نوموړي یادونه وکړه چې د ۱۳۷ کیلومتره سړک سروې، د ۳۵ کیلومتره سړک قیر او د ۵۵۰ متره کانالونو جوړول، د سړکونو او کانالونو په برخه کې د دغه بنسټ اساسي کارونه دي. د تنظیف په برخه کې یې وویل چې د مالي کال په نهو لومړیو میاشتو کې ۳۴۰ زره متره مکعب جامد کثافات، ۲۴۶۰۰ متره مکعب مایع کثافات او ۵۰ زره متر مکعبه سطحي اوبه انتقال شوې دي.  همدارنګه ۱۵ زره د لیوني سپي واکسین تطبیق، ۲۸ پارکونه جوړول، ۲۰۰ زره نیالګي وېشل، دوه میلیونه ونې اوبول او په ځینو پارکونو او د سړک په منځنیو ګلدانونو کې د اوبولو قطره یي سیستم جوړول د تنظیف او زرغونتیا په برخه کې د کابل ښاروالۍ له کړنو څخه دي. تر ۷۵۰۰ د زیاتو مختلفو دوکانونو څېړنه او کنټرول، د ویالو دواپاشي، د ۶ زره کیلو/لیتره تاریخ تېرو خوراکي موادو او د غږیزې ککړتیا وسایلو راټولول د چاپېریالي روغتیا په برخه کې اقدمونه دي.  کابل ښاروال د ترافیکو د تنظیم په برخه کې وویل چې ټاکل شوې ۳۰۰ د ترافیکو د انسجام مامورین وګومارل شي، چې د ښوونځیو زده کوونکو د لارښوونې، د سړک تر څنګ د توقف ځایونو مدیریت او د وسایطو د حرکت د نظارت په برخه کې د ترافیکو له پولیسو سره همکاري وکړي، چې اوسمهال ۴۳ د ترافیکو د انسجام مامورین ګومارل شوي او خپلې دندې سر ته رسوي.  کابل ښاروالۍ د توقف ځایونو د مدیریت او ګڼې ګوڼې د کمولو په برخه کې تر اوسه د ښار په مختلفو ناحیو کې د ښاري بسونو ۲۶۴ تمځایونه جوړ کړي دي او د څلولارو د رغونې او ترافیکي اشارو د نصب په برخه کې هم هڅه کوي.  نوموړي د پتې موندنې سیستم د جوړولو په برخه کې وویل چې د ۶۴۰ زره کورونو د سروې ډيټابس ناحیې او ګذر ته پام جوړ شوی او د کابل ښار ۷ ناحیو ته د کورونو او کوڅو د پلیټونو جوړولو کار روان دی. کابل ښاروال روښانه کړه چې سرغړوونکی شرکت د سنبلې په ۴مه ښارجوړونې او ځمکو قانون د ۱۸مې مادې د ۵مې فقرې پر اساس لومړي حالت ته د ورګرځېدو لګښتونو محاسبې ته په پام 5.76 میلیونه افغانۍ نقدي جریمه شو، چې زموږ بنسټ جریمه خپل حساب ته تر لاسه کړه. په پای کې کابل ښاروال د ښار د سړکونو د جوړولو او ډیزاین او د ښاري نظم د نورو موضوعاتو په اړه د خبریالانو مطرح شوې پوښتنې ځواب کړې.