د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د ترافیکو د وضعیت د ښه والي په موخه د ترافیکو مامورین معرفي کړل

27 عقرب 1398

کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز څه مهال مخکې او تېره ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د کابل ښاروالۍ د ترافیکو مامورین د ترافیکو د وضعیت د ښه والي په موخه معرفي کړل او مامورینو کار پيل کړ.  کابل ښاروال د ښار د ترافیکو وضعیت د ښه‌والي په اړه څرګندوي چې د ښار د ترافیکو د نظم په ټينګښت پر سترو بېخ‌بنسټونو او جوړښتونو سربېره د ښاري اصولو او قوانینو د تطبیق او په پام کې نیولو، د پارکینګونو او د سړکونو د موازي توقف‌ځایونو د تنظیم، د پلو لارو د شبکو، ترافیکي دهلېزونو ساتنه او پاک ساتلو او سړکونه له خنډونو پاکولو، چې د ترافیکو جریان ګډوډوي، له سړکونو څخه د ماشومانو او ښوونځیو زده کوونکو د تګ او راتګ تنظیم، د ترافیکي سرغړونو مخنیوي، د ګرځنده پلورونکو او د ترافیکو اړوند د نورو مواردو د مدیریت په برخه کې به فعالیت وکړي؛ د دغو مامورینو په ګومارنه به د ترافیکو د جریان د نظم په ټینګښت کې د کابل ترافیکو د مدیریت د منسوبینو تر څنګ لومړی ګام واخلو. کابل ښاروال د دغو مامورینو د وظیفوي مکلفیتونو او مسوولیتونو په اړه چې ټاکل شوې د ښار په پنځو زونونو کې دنده تر سره کړي، ترڅو د ښار په ترافیکو کې د ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ په کمښت کې مرستندوی واقع شي، همدارنګه په مسلکي چلند، ژمنتیا او صداقت، د تجهیزاتو او امکاناتو په چمتو کولو کې د کابل ښاروالۍ د ترافیکو چارو د تنظیم ریاست له لارې د ښار په نظم کې له مسوولیته ډکې چارې سر ته ورسوي، اړوندو برخو ته یې مشخصې او لارښوونې وکړې، ترڅو د ترافیکو د مدیریت په جریان کې ښه والی او په نورو ښاري بې نظمیو کې د کمښت او مخنیوي شاهدان وو.  1. د یادونې وړ ده چې د کابل ښاروالۍ د ترافیکو د مامورینو د ښاري نظم واحد په خپل جوړښت کې ۳۰۰ کسان لري، چې اوسمهال ښاروالۍ ۴۳ کسان ګومارلي او په نږدې راتلونکي کې به یې د تشکیل له بشپړېدو وروسته په هر زون کې ۶۰ کسان وګوماري او دنده به تر سره کړي.