د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ښار کې د ګڼې ګوڼې د کمښت او سرغړونو د مخنیوي د همغږۍ ناسته

3 قوس 1398

د همغږۍ ګډه ناسته د پنجشنبه په ورځ د روان کال د لړم په ۳۰مه د ترافیکې ګڼې ګوڼې د کمولو، د ناقانونه ودانیزو او رغنیزو کارونو د مخنیوي، د دولتي ملکیتونو د غصب او په ښار کې د ګرځنده پلورونکو د تنظیم په موخه د کابل ښاروالۍ، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت د ریاستونو تر منځ په کابل ښاروالۍ کې تر سره شو.

په دې ناسته کې کابل ښاروال پوهنیار احمدذکي سرفراز، د کابل امنیه قوماندان لوی پاسوال سید محمد روشندل، د کابل د ملي امنیت رییس برید جنرال احمد مسعود اندړ، د ناحیو رییسانو او د کابل ښار د امنیتي حوزو آمرانو ګډون کړی و او د ښاري چارو د مدیریت د میکانیزمونو د پياوړتیا د همکارۍ او همغږۍ په اړه یې بحث او خبرې وکړې.

د ناستې په پيل کې کابل ښاروال د ښار د ګڼې ګوڼې د کمولو د طرحې د تطبیق او پر ښاري سرغړوونکو د قانون د پلي کولو په برخه کې د ګډو برخو د کاري اجراتو د اغېزمن ګڼلو تر څنګ د کابل ښار د ګڼې ګوڼې د کمولو په موخه د ښکېلو ادارو د ملاتړو، تقویتي او د همغږۍ پر پروګرامونو ټينګار وکړ، ترڅو په کابل ښار کې سنجول شوې حللارې او همېشنی ښاري نظم تر مخکې لا زیات عملي شي. 

کابل ښاروال یادونه وکړه چې په لومړي قدم کې ټاکل شوې چې د ګڼې ګوڼې د کمولو او ښاري نظم د ټینګښت لپاره د دغه بنسټ له لوري په ځینو سړکونو د وسایطو د تګلوري د یو طرفه کولو پروګرام تنظیم شي او همدارنګه د ګرځنده پلورونکو د فعالیت د تنظیم لپاره ملاتړي پروګرام تعقیب دوام ومومي او په دې برخه کې یې له ټولو مسوولانو د بې درېغه هڅو غوښتنه وکړه، ترڅو په کابل ښار کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او همېشنی نظم ټينګ شي.

کابل ښاروال د ودانیزو سرغړونو د مخنیوي او له ګرځنده پلورونکو څخه د ناقانونه پيسو اخیستو او د فساد او چارو د زیانمنتیا د احتمالاتو پر برخه هم تمرکز وکړ او د ښاري د همېشني نظم په برخه کې یې ترسره شوي فعالیتونه کافي ونه ګڼل او یو ځل بیا یې د ادارو د لاهمغږۍ غوښتنه وکړه، پر اغېزمنو میکانېزمونو او د عملیاتي پلانونو پر ترتیب یې ټینګار وکړ.

ورپسې د کابل امنیه قوماندان د صداقت د اصل او د ښاري نظم په ټينګښت کې د مسوولانو د کار په اړه خبرې وکړې او ويې ویل چې که مسوولان د ښاري نظم او قانون د تنفیذ په برخه کې د دندې د لایحې په پام کې نیولو سره یو د بل همکار او ملګري وي، غوره ټولنیز او د عامه سوکالۍ مسایل به په ښاري ژوند کې تجربه کړو.

بیا د کابل د ملي امنیت رییس د مسوولانو تر منځ د همغږۍ په اړه روښانه کړه چې که ټول د خپلو وظیفوي مسوولیتونو پر وړاندې د وطندوستۍ پر احساس متکي وو او سم او په ښاري اصولو چلند وکړو، د ټولنې د ډېرو ننګونو مخه به ونیول شي. 

په همدغه ترتیب د ناستې غړو هر یوه د کابل ښار د ګڼې ګوڼې د کمولو د خنډونو په اړه خبرې وکړې، چې له هغې جملې د ګرځنده پلورونکو شتون، د پلو لارو بندښت او د سړکونو او پلو لارو د ترافیکو د جریان د پاک ساتلو لپاره د اغېزمنې نظارتي حللارې نشت د کابل ښار د ګڼې ګوڼې لاملونه وګڼل شول.

په پای کې کابل ښاروال بیان کړه: هغه پایله چې له دې ناستې لاس ته راغله، روښانه شوه، که مسوولان بې درېغه همغږي او همکاري وکړي، کابل ښار به د یوه ښه او تلپاتې نظم خاوند او د پروګرامونو او پلانونو په څارلو به په نږدې راتلونکي کې زموږ ښاریان د غوره ښاري نظم شاهدان وي.