الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

عزیزي بانک د کابل ښاروالۍ د ترافیکو مامورینو ته غرفې ډالۍ کړې

3 قوس 1398

د خپلو ټولنیزو مسوولیتونو د رفع کولو یا Corporate Social Responsibility په اړه دا ځل عزیزي بانک د کابل ښاروالۍ د ترافیکو مامورینو ته ۵ غرفې ډالۍ کړې. دغه غرفې د دې ادارې د مخکینیو همکاریو په دوام د کابل ښاروالۍ د ترافیکو مامورینو ته چمتو شوې دي.

په دغو مراسمو کې کابل ښاروال پوهنیا احمد ذکي سرفراز د عزیزي بانک له اجرايي رییس محمد سالم امېد څخه مننه وکړه او په مختلفو چارو کې یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه. ورپسې کابل ښاروال له ټولو خصوصي ادارو وغوښتل چې د ښار پر وړاندې د خپلو ټولنیزو مسوولیتونو په رفع کولو د کابل ښاروالۍ همکاري وکړي. 

ښاغلي محمد سالم امېد په خپلو خبرو کې له کابل ښاروالۍ سره د یوه همکار بنسټ په توګه د عزیزي بانک د بشردوستانه مرستو او د دې ادارې د مسوولیتونو د رفع کولو یادونه وکړه او په مختلفو ټولنیزو ډګرونو کې یې د عزیزي بانک د همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

دغه مراسم د عزیزي بانک د اجرایوي رییس له لوري کابل ښاروال ته د کوچینۍ موډل غرفې په ډالۍ کولو او د دغو غرفو په تسلیمولو پای ته ورسېدل.