د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سیلابونو د احتمالاتو د مخنیوي په موخه د کابل سیند د سواحلو د ټينګښت کار روان دی

9 قوس 1398

د بارانونو په موسم کې د کابل سیند په مسیر کې د سیلابونو د احتمالاتو د مخنیوي په موخه د کمپنۍ-پل سوخته ساحه کې د کابل سیند د عرض/سور مشخصول، د سیند پر شاوخوا او هغه ته نږدې په غیر قانوني ډول د جوړو شوو کورنو لرې کول، چې د سیند د کم‌سوري کېدو او ابو راختو لامل کېږي، د سیند په اوږدو کې د استنادي دېوالو جوړول، د کابل سیند د سواحلو او نورو زیان‌منونکو ټکو مشخصول د ولسمشرۍ، د ښاري سکتور ادارو او کابل ښاروالۍ د پاملرنې محوري موضوع ده. د کابل سیند د سواحلو د ټينګښت په موخه د دغه سیند د مسیر د استنادي دېوالونو د ساختمان کار روان دی، چې څه مهال مخکې د ولسمشرۍ د ملي پراختیا د عملیاتي او حمایوي ادارې له لوري په ۵، ۶ او ۱۳مه ناحیه کې پيل شوی و.

په دې وروستیو کې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت ۵۴۲ جریبه ځمکه د کابل سیند حریم په توګه تثبیت کړه. دغه ځمکه په ۵ او ۱۳مه ناحیه کې له سه بنګي کلي څخه تر اُنچی باغبانان پورې ده، چې ۱۳۰ جریبه دولتي او ۴۱۲ جریبه شخصي ځمکه ده. د ښارجوړونې او ځمکو وزارت د استملاک عمومي ریاست د کابل سیند د پراختیا د طرحې له پيله تر اوسه د پنځمې ناحیې له مربوطاتو له کمپنۍ پله څخه د شپږمې ناحیې تر پل سوخته سیمې د ۹۳۴ ملکیتونو د مالکیت حق د تثبیت کار بشپړ کړی او کابل ښاروالۍ ته یې د استملاک په موخه سپارلی دی. دغه ملکیتونه 114270 متر مربع ځمکه ده او د ۱۳مې ناحیې ځينې برخې هم پکې راځي.

کابل ښاروالي د کابل سیند د حریم تر استملاک لاندې د بدیلو ملکیتونو د وېشلو په موخه په دغو ساحو کې د املاکي پلان د ترتیبولو لپاره د خط اچونې او اندازه کولو کار پيل کړی، ترڅو مستحقینو ته ژر تر ژره د ملکیت د بیې د ورکولو او یا په ښپږمه ناحیه کې په داود خان پلاني شهرک کې د نمرې ورکولو له لارې د کورونو او ملکیتونو د وېش پروسه اجرا شي. 

د یادونې وړ ده چې په ۴ کیلومتره اوږدوالي او ۵ متره لوړوالي، چې ټول 16500 مترمکعب کېږي، د کابل سیند د استنادي دیوالونو د ډبرې (سنګ‌کارۍ) کار په ۱۶مه او ۹مه ناحیه کې د قابلبای تر ساحې پورې په مخکینیو کلونو کې کابل ښاروالۍ بشپړ کړی دی.