د ښاري نظم د خوندي کولو لپاره د چهلستون په بازار کې لاسي صنایع ، لاس ګاړي او هغه مانع چې د سرکونو او پلي تګلارو د بندېدو او ښاري نظم خرابېدو لامل ګرځیدلي وو ، راټول کړل. د اوومې ناحیې رئیس محمد فهیم معصومي وویل ! په سیمه کې د ښاري نظم د برابرولو لپاره د لاسي صنایعو او ګرځنده لاس ګاړو لپاره مناسب ځایونه پېژندل شوي چې په ضمن کې به د دغه ډول فعالیت کوونکو سره همکاري هم وشي.
په اوومه ناحیه کې د ښاري نظم تر لاسه کولو لپاره د پاکولو عملیات .
9 قوس 1398