الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مشرتابه له کړنو څخه ستاینه وشوه

9 قوس 1398

 

د نهمې ناحیې اوسېدونکو د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز د هغې د ښه کړنو له امله د ستاینلیک په ورکولو سره وستایه. 

دغه ناسته چې په دې اړه جوړه شوې وه رئیسانو ، علماوو ، وکیلانو ، ښځو ځوانانو او د نهمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو هم پکې برخه اخیستې وه.

په دغه ناسته کې د کابل ښاروال د یادې ناحیې چاپېریالي ستونزو په نښه کولو او په راتلونکي کال کې د هغې لپاره د پلان ترتیبولو بحث وکړو او د دغه ځای اوسېدونکو د دغې ادارې د دقیق برنامو ستاینه وکړه .

د سیمې اوسيدونکو د 1398 کال د پروژو پلي کولو سربېره د سیمې یوه یوه ستونزه د کابل ښاروال سره شریکه کړه او کابل ښاروال د هغوی ستونزو ته رسیدګي کول د هغوی حق وباله ویې ویل!

زمونږ برنامې او دپلانونو ترتیب د ناحیې او ښاري مشکلاتو ته په کتو ترتیبیږي او په 1399 کال کې د نهمې ناحیې اوسېدونکو ته د نویو پروژو پلي کېدو ډاډ ورکړ.

په آخر کې د دغه سیمې اوسېدونکو کابل ښاروال د تقدیر نامې په ورکولو او چپن په اخوستلو د هغې د کارونو ستاینه وکړه.

هغوی په آینده کې د کابل ښاروالۍ سره په همکارۍ کولو کې خپل ملاتړ اعلان کړو.