دکابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال سید الرحمن جلال په خپل یوه رسمي سفر کې د دغه بنسټ د یوه پلاوي په مشرۍ په ترکیه کې د استانبول ښار د سیسلي سیمې له ښاروال موامر کیسکین سره وکتل. په دې لیدنه کې دکابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال د دواړو هېوادونو د فرهنګ پر مخینه او ګډو اعتقاداتو رڼا واچوله او د استابنول د سیسلي سیمې له ښاروالۍڅخه یې د ښاري پلانونو د اجرا او تطبیق په برخه لکه د بازارونو په جوړولو او د ښاري مدیریت د بریالیو تجربو په انتقال کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. ورسته ښاغلي کیسکین د ترکیې هېواد ورور او پخوانی ملګری یاد کړ د او په دې برخه او د رغونې په چارو کې یې د سیسلي سیمې د ښاروالۍ د تجربو شریکولو په برخه کې ښاغلي جلال ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او له کابل ښاروالۍ سره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.