د ښاري نظم د ټينګښت لپاره د ګرځنده پلورونکو او کراچیو د راټولولو او په لاررو کې د دوکانونو د مالونو او نورو خنډونو پاکاري وشوه، چې په شپږمه ناحیه کې له پل سوخته څخه تر دارالامان سړک پورې د سړکونو او پلو لارو د بندښت او د ښاري بې نظمۍ لامل شوي وو. ټاکل شوې چې دغه بهیر د ښاري نظم د ټينکښت او د ګڼې ګوڼې د کموالي په موخه د ښار د ګڼې ګوڼې په نورو ساحو کې هم دوام ومومي، ترڅو ښاري نظم رامنځته شي.
په شپږمه ناحیه کې د ښاري نظم د ټینګښت لپاره د پاکارۍ علمیات وشول
14 قوس 1398