الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په لومړۍ ناحیه کې د ځمکې د غصب مخه ونیول شوه

14 قوس 1398

کابل ښاروالۍ نن د لومړۍ ناحیې په بارانه ساحه کې د یوې ټوټې دولتي ځمکې د غصب مخه ونیوه، چې یوه شخص غصب کړې وه او د چرګانو فارم یې پکې جوړ کړی و. دغه‌راز په غاصب پورې اړوند هغه کسان هم ونیول شول او د قانون منګولو ته وسپارل شول چې د ځمکې د بېرته راګرځولو پر مهال یې د کابل ښاروالۍ له مسوولانو سره شخړه کړې وه.  د کابل ښاروالۍ ښاري او چاپېریالي خدمتونو مرستیالې ډاکټرې مهتاب عالمي چې د دغه کار څارنه کوله ويې ويل: زموږ بنسټ هڅه کوي چې غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوي او په ښار کې د قانون د تنفیذ په برخه کې له مجرمینو او سرغړوونکو سره جدي او قانوني چلند وکړي.