د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د ترافیکو د نوو مامورینو د جذب په ازموینه کې ۷۰۰ کسانو ګډون وکړ

16 قوس 1398

د کابل ښاروالۍ د ترافیکو چارو د انسجام ریاست په زرنګار پارک کې په یوه بشپړه رڼه فضا کې د ترافیکو د مامورینو د ۲۷۰ اوومو بستونو ازموینه واخیسته، چې ۷۰۰ داوطلبانو ګډون پکې کړی و. د کابل ښاروالي مالي او اداري مرستیال سیدالرحمن جلال چې د دې پروسې څارنه یې کوله په خپلو څرګندونو کې يې وویل چې په شرایطو برابر کسان به د کابل ښاروالۍ د ترافیکو د مامورینو په نوو بستونو کې د دغه بنسټ د ګومارنې د کړنلارې مطابق او د ازموینې د پړاونو له تېرېدو وروسته په یوه شفافه پروسه کې د وړتیا پر اساس وګومارل شي. دغه مامورین چې په خپل تشکیل کې ۳۰۰ کسان لري، ټاکل شوې چې د ښار په پنځو زونونو کې وګومارل شي، ترڅو د ښار د ترافیکو د ګډوډۍ او ګڼې ګوڼې د کمولو په برخه کې مرستندوی او د کابل د ترافیکو د مدیریت بشپړوونکي شي.  څه مهال مخکې کابل ښاروالۍ ۴۳ کسان ګومارلي وو او په نږدې راتلونکي کې به د دوی د تشکیل له بشپړېدو وروسته په هر زون کې ۶۰ کسان وګومارل شي او کابل ښاریان به په ښار کې د سړکونو د ترافیکو د نظم او د ګڼې ګوڼې د کمښت شاهدان وي.