د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د بېلاپېلو شوراګانو نماینده ګانو او د کابل ولایت ولسوالانو سره د کابل ښاروالۍ برنامې شریکې شوې.

12 قوس 1398

د 1398 مالي کال کاري برنامې او لاسته راوړنې په لسم د قوس د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې چې د کابل ولایت والي ښاغلي محمد یعقوب حېدري ، د پلازمېنې زون پراختیا مرستیال سلطان احمد عزیزي، د کابل ولایت مرستیالانو ، سکتوري رئیسانو ، د پارلمان وکیلانو ، د ولایتي شورا وکیلانو ، د کابل ولایت ولسوالانو ، د ځوان پارلمان وکیلانو ، د علماوو شوراګانو رئیسانو ، د کابل ولایت د څوارلسو ولسوالیو ښځو او ځوانانو ، مدني ټولنو او رسنیو پکې ګډون کړی وو . د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال ښاغلي محمد فاضل شریفي له لورې ګډونوالو سره شریکې شوې . د مالي کال په جریان کې د کابل ښاروالۍ د برنامو او لاسته راوړنو تشریح کولو سره ، د کابل ښاروالۍ مرستیال یادونه وکړه چې د دې ادارې لخوا متوازن او هراړخیزه برنامو په پلي کېدو سره د کابل ښاروالۍ په رهبرۍ کې د پام وړ او مثبت بدلونونه راغلي دي او ددې ادارې رهبري امېدواره ده چې دغه برنامې ته په پراختیا ورکولو سره به وتوانیږي چې د کابل ښار معززو ښاریانو ته د ښاري اسانتیاوو په برابرولو کې لاسته راوړنې تر لاسه کړي .