د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه ناسته تر سره شوه.

16 قوس 1398

دغه ناسته د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز لخوا جوړه شوې وه چې پکې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال انجینیر عزت الله صدیقي د کابل ښاروالۍ ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال ډاکټر مهتاب عالمي او اړونده چارواکو هم ګډون کړی وو، په دې بحث وکړ چې څنګه کولای شو د غیر معیاري توکو له سوند او هغه توکي چې هوا ککړوي ، مخنیوی وکړو او قانون پلي کړو . د غونډې په دوام کې کابل ښاروال د ښار په بېلابېلو برخو کې د هوا ککړتیا د مخنیوي په موخه د ګډ عملیاتي پلانونو عملي کولو او ستراتېژیو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه! د ډبرینو سکرو څخه په ګټې اخیستنې او د ښاریانو لخوا د هوا ککړتیا سبب شوي توکو څخه په استفادې د کابل ښار هوا ککړه او متاثره کړې ده نو ضرور دي چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره بیړني پلانونه ونیسو تر څو د چاپېریال له خطرونو وژغورل شو. کابل ښاروال یادونه وکړه چې د سرغړوونکو لکه د ښارګوټو مالکان ، سوداګریز هستوګنځایونه د تودوخې لپاره له هغه موادو چې د هوا ککړتیا سبب ګرځي یا ډېر ډبرین سکاره کاروي او لږتر لږه د هوا فلټر یې نه دی نصب کړی او د ښارهوا لپاره مسؤلیت نه احساسوي ، له هغوی سره قانوني چلند وکړئ.او په ساحه کې سمدستي اقدام وکړئ. وروسته د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال د هوا ککړتیا او د هوا سیستم له کیفیت څخه نظارت په اړه خبرې وکړې . هغه د هوا ککړتیا اسباب د ډېرو غیر فلټر شوي سکرو سوزول یاد کړل چې ښارګوټي او هستوګنې بلاکونه ترې ګټه اخلي . نوموړي د کابل ښاروالۍ سره خپله همکاري څرګنده کړه او د بحثونو له تبادلې څخه وروسته په آخرکې کابل ښاروال اړونده مسؤلینو ته هدایت ورکړ تر څو په دغه پروسه کې جدي اقدام وکړي او له ښاریانو یې وغوښتل چې د ډبرینو سکرو څخه په ګټه اخیستنه کې کموالی راولي