د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د ښکلا جوړونې ریاست کارکوونکي معرفي او خپل کار یې پیل کړ

16 قوس 1398

. کابل ښار ته د تلپاتې ښکلا ورکولو لپاره د کابل ښاروالۍ کې د ښکلاجوړونې ریاست جوړ شو. د دغه ریاست لپاره د آزاد رقابت له لارې کارکوونکي په دندو وګمارل شو. دغه کارکوونکي د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال ښاغلي محمد فاضل شریفي لخوا خپلو کاري دفترونو ته معرفي او په خپل کار یې پیل وکړ. د نوموړو کارکوونکو د معرفي کولو پر مهال د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال د کابل ښار ښکلا او پرمختګ په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه! دا چې د کابل ښاروالۍ لخوا د ښاري اسانتیاوو لپاره بېلابېلې پروژې دوام لري نو ښار ته ښکلا ورکول ورته لومړیتوب لري . همدارنګه هغه د ښکلا جوړونې له کارکوونکو څخه هیله څرکنده کړه تر څو د ښاري ښکلا نورمونو او معیارونو په طرح او تطبیق سره د ښاري ځایونو په وده کې ارزښتناک رول ولوبوي.