د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مقالې لیکنې بلنه!

18 قوس 1398

په وروستۍ لسیزه کې له یوې خوا د ښاري نفوس زیاتوالی او بلې خوا د زیاتېدونکو ښاري سفرونو د تقاضا پر وړاندې په کافي اندازه د ښاري ترانسپورت نشت په کابل ښار کې د شخصي وسایطو د کارونې لامل شوی دی. کابل تر پنځه میلیونه په زیات نفوس د ښاري ترانسپورت په سکټور کې له اساسي ستونزو سره مخ شوی دی. 

په وروستۍ لسیزه کې د شخصي وسایطو په زیاتوالي او له امله یې په نسبي سوکالۍ په کابل کې د ورځنیو سفرونو شمېر تر درې میلیونه زیات دی. دا سفرونه د کابل د ډېرو ستونزو لامل شوي دي. له دې امله کابل ښاروالي د نورو جامع او تدوین شوو پروګرامونو تر څنګ چې په دې برخه کې یې لري، غواړي ترڅو د کابل ښاریانو نظرونه او وړاندیزونه هم ولري. نو پر دغه اساس د کابل ښار له نجیبو ښاریانو څخه په یوه عمومي بلنه کې غوښتنه کوي، څو د کابل ښار د ترافیکي موضوعاتو او څلورلارو، تمځایونو او د ښار د ګڼې ګوڼې په ساحو کې د خنډونو او ستونزو په اړه د علمي مقالو په لیکلو له موږ سره همکاري وکړي. ګران ښاریان په خپلو مقالو کې پر حللارو، د ښاریانو له خوا پر قانون منلو، متقابل احترام او د ښاري فرهنګ پر وده هر اړخیز بحثونه کولی شي. 

د یادونې وړ ده چې غوره مقالې په معتبرو ورځپاڼو او مجلو کې چاپېږي.

تاسو خپلې مقالې د ۲۸ / ۹ / ۱۳۹۸ نېټې پورې لاندې ایمیل ته لېږلی شئ: 

[email protected]