الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د چاپېریالي سرغړوونکو او د کابل د هوا د ککړوونکو په څارنه او د فعالیت په درولو کې د ښاري سکټور د ادارو د همغږۍ پر اصل ټينګار وکړ

19 قوس 1398

د کابل هوا ککړتیا ته د رسېدنې کمیسیون تېره ورځ په کابل ښاروالۍ کې د عملیاتي او نظارتي پلانونو د ترتیب په اړه ناسته وکړه.

په دې ناسته کې کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز د ښاري سکټور ادارو د مرستیالانو او مسوولانو په حضور د کابل ښار د هوا د ککړتیا په برخه کې خبرې وکړې او ویې ویل: د لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پلانونو په پلي کولو د کابل د هوا ککړتیا د کموالي لپاره د پام وړ پایلې لاسته راوړی شو. په دې برخه کې به لنډمهاله عملیاتي پلان ترتیب او جرا شي او له سرغړوونکو لکه د هوټلونو، حمامونو، ښارګوټو، تجارتي او د استوګنې ودانیو له مالکانو سره چې هوا زیاته ککړوي، قانوني چلند وشي 

کابل ښاروال د عملي اقداماتو لپاره د ګډو نظارتي کميټو د همغږۍ پر اصل ټينګار وکړ، چې په ودانیو کې د دود د فلتر نصبول یې د هوا د ککړېدا د کمښت یوه حللاره وګڼله. پر دې سربېره یې له نورو ښاریانو وغوښتل چې له ډبرو سکارو او نورو لوګي تولیدوونکو موادو څخه ګټه اخیستنه راکمه کړي.