د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یوه ځانګړې غنډه کې چې د ولسمشر دوهم مرستیال په مشرۍ جوړه شوې وه ،پکې بحث وشو چې څنګه د عرفاني سرک بدیل نمرې توزیع کړي . 16

16 قوس 1398

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ په یوه ځانګړې غونډه کې چې د ښار جوړونې وزیر ، کابل ښاروال ، د کابل ښاروالۍ 13مې او 6مې ناحیې رئیسانو، د کابل استناف محکمې رئیس ، د قضایای دولت رئیس او دفاع وزارت ساختماني رئیس پکې ګډون کړی و، بحث یې وکړ چې څنګه دعرفاني سرک بدیل نمرې توضیع کړي . دغه غونډه چې د شنبې په ورځ بعد له ماسپښین نه د جمهور رئیس دوهم مرستیال په دفتر کې جوړه شوې وه په لمړي سر کې د کابل ښاروال ښاغلي احمد ذکي سرفراز د عرفاني سرک د جوړولو په اړه راپور ورکړ او دعرفاني ښارګوټي له اوسېدونکو یې مننه وکړه. وروسته اړونده ارګانونو د کابل دارالامان سردار محمد داؤد خان ښارګوټي کې د عرفاني سرک دپراختیا لپاره د بدیل نمرو ویش په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل او ټولو ادارو په خصوصي توګه د استناف محمکمې او قضایای دولت رئیسانو ټینګار وکړ چې د سردار محمد داؤد خان ښارګوټی د دولت ملکیت دی او هیڅ ډول حقوقي او قانوني ستونزه نه لري . د نن ورځې راپورونو ته په کتنې سره پرېکړه وشوه چې د ښار جوړونې وزارت ، کابل ښاروالۍ او د کابل ولایتي ادارې د همغږۍ ناسته به سبا یکشنبه تر سره شي تر څو په دې ښارګوټي کې د عرفاني سرک لپاره د کار، بدیل نمرې وویشي