کابل ښاروالۍ په شلمه ناحیه کې 50 جریبه غصب شوې ځمکه بېرته تر لاسه کړه. کابل ښاروالۍ دغه ځمکه چې د اشخاصو له خوا دقانون خلاف له 40 بابو یې دیوالونه چاپېر کړي وو ، مخه یې ونیول شوه او چاپېر کړی شوي دیوالونه ونړول شو. غاصبین د تعقیب لاندې دي تر څو ونیول شي او دقانون منګولو ته وسپارل شي . دغه اداره کوښښ کوي ، هغه نورې ځمکې چې غصب شوي بېرته لاسته راوړي او د ښار په سطح مجرمینو او سرغړوونکو سره قانوني چلند وکړي.
په شلمه ناحیه کې د 50 جریبه ځمکې له غصب څخه مخنیوی وشو.
20 قوس 1398