د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال سېد رحمان جلال او د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال لخوا د ښاریانو د روڼتیا او ستونزو ته یې په وخت رسېدو لپاره د کابل ښاروالۍ د تفتیش نوې شمېره د دغه ریاست په نوښت سره د پوهاوي په بېنرونو کې اضافه او د دغې ادارې په مرکزي ریاستونو او ناحیو کې ولګول شوې. د مراجعینو ستونزو ته د رسېدو په موخه د دغه ډول لوحو نصبول به د هغوی ستونزو ته د رسېدو پروسه ګړندۍ کړي. نو د اړیکې شمېره (0744313834) که چېرې د ښاریانو ستونزو ته په وخت د حل لاره نه پیدا کیږي او یا هم په بېلا بېلو پلمو د هغوی کار ځنډیږي او وخت یې ضیع کیږي ، د پورته شمېرې سره دې اړیکه ونیسي تر څو ستونزه یې په وخت حل شي .
د پوهاوي بېنرونه دیوې خاصې شمېرې په اضافه کولو سره د ښاریانو مشکلاتو ته درسېدو لپاره ولګول شو
20 قوس 1398