د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مشرتابه او چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکو د یوې غونډې په ترڅ کې د لوړپوړو ودانیو مالکانو او ښارګوټو اوسېدونکو سره په کابل ښار کې د هوا ککړتیا د مخنیوي په اړه بحث وکړ

20 قوس 1398

 په پیل کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال ډاکټر مهتاب عالمي د کابل ښار ککړتیا ننګونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل! د ښارهوا د ککړتیا یو لامل د تودوخې په سیستم کې د ډبرو سکرو زیات کارول او یا دلوړپوړو ودانیو د مرکزګرمي له سیستم څخه دی. هغه د ښارګوټو او لوړپوړو ودانیو له مالکانو وغوښتل چې هغه مواد چې د هوا د ککړتیا سبب ګرځي له استفادې څخه ډډه وکړي او په مرکزګرمي کې د هوا د فلټر سیستم نصب کړي ځکه چې د کابل ښار اوسېدونکو ته روغتیایي ګواښونه مخ په ډېرېدو دي. نو پدې اساس د مخنیوي لپاره یې لاس په لاس شو او ژر تر ژره اقدام وکړو . د ښاري خدمتونو مرستیال اشاره وکړه چې په تېره غونډه کې کومه چې د کابل ښاروالۍ مسؤلینو او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر منځ جوړه شوې وه نورمونو او سټنډرډونو ته په کتو د هوا فلټرونو نصبول حتمي دي او د سوند موادو څخه به نظارت وکړي . دغه کمېټه به د نظارت په جریان کې د سرغړوونکو څخه جریمه واخلي او قانوني څېړنې به ترې هم وشي. بیا دمسؤلینو ، د ښارګوټو او لوړپوړو ودانیو مالکانو تر منځ د هوا تصفیه کولو فلټر او ډبرین سکرو په سوزولو کې کموالي باندې موافقه وکړه تر څو په آینده کې دیوې پاکې هوا شاهدان واوسو.