د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګل بهار ټاور ښارګوټي د مرکز ګرمي سیسټم څخه څارنه وشوه.

23 قوس 1398

د چاپېریال نورمونو او معیارونو پوره کولو او د کابل ښاروالۍ لخوا د ښارهوا د ککړتیا مخنیوي په موخه د ګل بهار ټاور ښارګوټي چې د 16مې ناحیې په محمود خان پل کې شتون لري ، د مرکزګرمي له سیسټم څخه څارنه وشوه . دغه ښارګوټی 19 بلاکونه لري چې د هغې له جملې څخه یې ۱۱ د مرکزګرمي په سیسټم سنبال دي او صرف په یو کې یې د هوا فلټر سیسټم نصب شوی دی . د ښارګوټي له څیښتن څخه ژمنه واخیستل شوه تر څو هغه بلاکونه چې مرکزګرمي لري د فلټر سیسټم پکې فعاله کړي او د نه نصبولو په صورت کې به یې مرکزګرمیانې بندې کړی شي. د یادونې وړ ده چې د ښار نورو ښارګوټو ته هم ورته هدایات شوي تر څو هغوی هم پورته کړنه تر سره کړي.