د کابل ښاروالۍ په داسې حال کې چې د چاپېریال نورمونه او معیارونه معاینه کوي په بېلا بېلو سیمو کې د یو شمېر حمامونو او سونا ګانو د سوند موادو څرنګوالی او پاکوالی وپلټل . په پایله کې یو شمېر سرغړوونکي جریمه او کارونه یې ودرول شو. دغه لړۍ د کابل ښار هوا ککړتیا مخنیوي په موخه د کابل ښاروالۍ لخوا دوام لري او د سرغړوونکو سره به جدي او قانوني چلند کېږي .