د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د ګڼې ګوڼې د کمولو پر طرحه او ښاري نظم د ټينګښت پر پروګرام کار پيل شو

2 جدی 1398

د ښاري نظم د رامنځته کېدو په موخه د ۱۳۹۸ د جدې پر لومړۍ نېټه د ښاري نظم د ټينګښت لپاره د ګرځنده پلورونکو او کراچیو د راټولولو او په لاررو کې د دوکانونو د مالونو او نورو خنډونو پاکاري وشوه، چې په پنځلسمه ناحیه کې په پنجصد فامیلي ساحه کې د سړکونو، پلو لارو او زرغونو سیمو د بندښت او د ښاري بې نظمۍ لامل شوي وو او په دې برخه کې تقویتي او ملاتړي پروګرامونه دوام لري. د دې ناحیې رییس انجینیرعبدالتواب احمدي په دې اړه وویل، چې په دغه ناحیه کې د ښاري نظم د ټینګښت په موخه ګرځنده پلورونکو او کراچیو ته مناسب ځایونه ټاکل شوي، څو ښاري نظم رامنځته شي او همدارنګه له ګرځنده پلورونکو سره په کارموندنه کې همکاري وشي. دغه راز د پاکو شوو ساحو څارنه او کنټرول به دوام ولري.