د کابل ښاروالۍ د کورنیو چارو وزارت سره په همکارۍ د سرغړونکو سره جدي برخورد کوي چې د کابل ښار ککړتیا کې دخیل دي. د کابل ښاروالۍ او لوړ پوړو امنیتي چارواکو په حضور نن د کابل امنیه قوماندانۍ سره د اعلان شوي ګډ پلان له مخې د ښارګوټو ، کورونو ، حمامونو، سوناګانو ، حوضونو، صنعتي ښارګوټو ، کارخانو او خښتو بټیو ته یوه اونۍ ورکړل شو، تر څو د هوا ککړوونکو تاسیساتو کې د ډبرو سکرو فلټرونه فعال کړي. که نه د پلان مطابق د چاپیریالي سرغړونکو د جوازونو لغوه کیدو امکان شته ، جریمه کیدای هم شي، د ممنوع الخروج کیدو او قضایه قوې ته معرفي کیدو تر څنګ یې نومونه له رسنیو سره هم شریکیږي. همدا راز د هوا ککړتیا مخه نیولو لپاره پدې هڅو کې د ښاریانو ونډه حیاتي ګڼل کیږي ترڅو موږ وکولی شو ژر تر ژره په کابل کې د هوا ښه والی رامنځته کړو.