د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار د پتې موندنې لوحو د نصب کار پيل شو

7 جدی 1398

کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه په کابل ښار کې د پتې موندنې پروګرام څه مهال مخکې پيل کړی و، چې اوس د کورونو پر دروازو د لوحو د نصب کار پيل شو او د ښار په ټولو ناحیو کې دوام مومي؛ ورپسې د سړکونو او څلورلارو لوحې هم نصبېږي، چې د پایو د نصب کار یې په ځینو ناحیو کې ترسره شوی او تر راتلونکو څو ورځو به یې لوحې هم نصب شي. په څلورلارو کې د سړک او ناحیې شماره به پر دوو ملي او انګلیسي ژبه نصب شي، چې له دې لارې به کابل ښاریانو ته د پام وړ ځایونو د پتې موندنې ښاري اسانتیاوې چمتو شي.  پته موندنه په مختلفو ناحیو کې د کورونو او کوڅو د شمېرې پر اساس کېږي، په هر ګذر کې له ۱ تر ۱۲۵۰ شمېرې پر کورونو شمېره وهل کېږي، چې د کوڅې یو اړخ به تاق عددونه او بل به یې جفت عدودونه ولري. د ګذرونو او محلاتو کوڅې چې مخکې نومول شوې دي، پر خپل حال پاتې کېږي او په هره ناحیه کې د یوې کوڅې نوم یوازې یو ځل تکرارېږي.  د پتې موندنې پروژه دوه پړاوه لري: لومړی پړاو یې د واټونو، سړکونو او کوڅو نوم اېښودنه ده او دویم یې د کورونو د لوحو نصب دی.