د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال یو ځل بیا د څلوېښت متره عرفاني سړک تر استملاک لاندې کورونو د خاوندانو د حقونو د نه خوړل کېدو ډاډ ورکړ

7 جدی 1398

کابل ښاروال پوهنیار احمد ذکي سرفراز نن په یو ناسته کې د ملي شورا د غړې فاطمې نظري په حضور یو ځل بیا په دیارلسمه ناحیه کې د څلوېښت متره عرفاني سړک تر استملاک لاندې کورونو د خاوندانو د حقونو د نه خوړل کېدو ډاډ ورکړ.  په دې ناسته کې د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکو په دغه ناحیه کې د ستونزو حل ته د کابل ښاروال له پاملرنې مننه وکړه او تر استملاک لاندې ملکیتونو د بدیلو د وېش به برخه کې یې خپلې اندیښنې څرګندې کړې.  کابل ښاروال د دوی د اساسي او مهمو ستونزو د حل ژمنه وکړه او ویې ویل چې د دې ناحیې د نښلوونکو سړکونو او ځینو نورو اړوندو سړکونو کار ته موږ په پلان او پروګرام کې لومړیتوب ورکوو او د استملاکي اسنادو د پړاوونو له بشپړېدو او رامنځته شوو تخنیکي ستونزو له حل وروسته د کابل ښاروالۍ له لوري د عرفاني سړک تر استملاک لاندې ملکیتونو بدیله توزیع ژر پیلېږي.