د کابل ژوبڼ رغونه بشپړه شوه د ښلا، ښاري ارزښتونو د ساتنې او نندارچیانو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د کابل ژوبڼ د رغونې چارې، چې په روان کال کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست یوه پلاني پروژه وه، بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شو؛ چې د حیواناتو د قفسونو رنګول، د احاطې دیوال رغول، د عمومي فلزي دروازې جوړول، د تاسیساتو جوړول او زیاتول او د دغه تفریحي ځای د ټولو برخو ښکلا پکې شامله ده.
د کابل ژوبڼ بیا رغونې چارې بشپړې شوې
10 جدی 1398