د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال ته د غوره ښاروال نښان ورکړل شو.

10 جدی 1398

د ۲۲ ناحیو ځایي وکیلانو په یوه غونډه کې چې د انسجام شوراګانو لخوا د کابل ښاروالۍ سره جوړه شوې وه ، کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز ته یې د غوره ښاروال نښان ورکړ او د هغه ښه کارونو له امله یې ورته ستاینلیک ورکړو. په دغه غونډه کې کابل ښاروال د تېر مالي کال په کارونو او راتلونکي مالي کال په پلانونو او یوې یوې لاسته راوړنې په اړه یې خبرې وکړې. هغه په مشورو ورکولو ټینګار وکړ او مشورې یې د ښار په جوړونه او عام المنفعه کارونو کې مهمې وبللې زیاته یې کړه! کابل ښاروالۍ هر وخت له خپلو خلکو سره مشورې کړي او نننۍ غونډه هم په همدې مناسبت د ه تر څو په مشورو سره ښاري ستونزو ته رسیدګي وکړو . کابل ښاروال د ځایې وکیلانو له دوامداره همکارۍ څخه مننه وکړه او له هغوی یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه . وروسته د کابل ښار د ۲۲ ناحیو د انسجام شورا رئیس الحاج فدا محمد عادل ، د نهمې ناحیې وکیلانو شورا رئیس الحاج عبدالمجیب صافي ، د کابل ښار د علماوو شورا رئیس الحاج مولوي عبدالقادر قانت او د لومړۍ ناحیې د وکیلانو شورا رئیس پرویزي خبرې وکړې او د کابل ښاروالۍ له کارونو یې ستاینه وکړه او د دې ادارې سره یې د لا همکاریو ژمنه وکړه . غونډه کابل ښاروال ته د غوره ښاروال نښان په ورکولو او د افغانستان خلکو لپاره د خیر په دعا پای ته ورسېده.