د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ ، کورنیو چارو وزارت ، او چاپېریال ساتنې ملي ادارې تر مینځ د هوا ککړتیا په موخه ګډ خبري کنفرانس جوړ شو.

5 جدی 1398

  د دولت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د کابل ښاروالۍ ، کورنیو چارو وزارت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې د یو ژوندي کنفرانس په ورکولو سره د دوی د کارونو څرنګوالي په اړه خبریالانو او ژورنالیستانو ته معلومات ورکړل . په دې کنفرانس کې د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې او ښاري خدمتونو مرستیال ډاکټر مهتاب عالمي د هوا ککړتیا د ننګونو په اړه خبرې وکړې ویې ویل! د کابل هوا د زغملو وړ نه ده ، د عملیاتي پلان په جریان کې چې چمتو شوی زمونږ د نظارت او بیا کتنې ګډ کار د چاپېریال سرغړوونکو مخنیوي لپاره د یکشنبې په ورځ پیل کېږي . چې د ښار هوا زیاتره سرغړوونکي د ښارګوټو مالکان ، لوړپوړیزي ودانۍ ، حمامونه ، سقاوې ، د خښتو بټۍ پېژندل شوي .چې د لوګي له فلټر څخه ګټه نه پورته کوي او هم د ډبرين سکرو څخه زیاته ګټه اخلي . په یاد باید ولرئ چې سرغړوونکي به د قانونو منګولو ته وسپارل شي او مجازات به شي . هغه طمعه وښوده چې پدې برخه کې د خلکو ونډه اخیستنه په ځانګړې توګه رسنۍ د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره یوه حیاتي ، ملي او دیني وجیبه کې شمېرل کېږي تر څو ژر تر ژره د کابل ښار د ښه والي شاهدان واوسو . همدارنګه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس عزت الله صدیقي او د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت الله رحیمي د خپلو ادارو امادګۍ په اړه وویل! د ښاري چاپېریال ککړتیا د اندېښنې وړ ده عامه نظم او قانون پلي کول زمونږ دنده ده او سرغړوونکي به د چاپېریال جزا قانون سره د لنډې مودې قید او نقدي جریمې سره مخ شي او د دوی د فعالیتونو مخه به ونیول شي . د دې عملیاتي طرح په اساس به د دوی د فعالیتونو جوازونه لغوه ، دوی به ممنوع الخروج اعلان او عدلي او قضایي ارګانونو ته هم معرفي شي تر څنګ به یې نومونه له رسنیو سره شریک کړی شي.