د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروال د سترې محکمې له رئیس سره وکتل .

5 جدی 1398

 پوهنیار احمد ذکې سرفراز د سترې محکمې له قاضی القضات او رئیس قانونپوه سېد یوسف حلیم سره د قانوني ابهاماتو لرې کولو او همغږۍ لپاره کتل. د غونډې په جریان کې دواړو لورو د ودانیزو سرغړونو ، عوایدو راټولولو ، د غصب شویو ځمکو راستنولو او نورو ښاري سرغړونو په اړه د قانون په پلي کولو کې د کابل ښاروالۍ قانوني واکونو باندې خبرې وکړې. کابل ښاروال ښاري سرغړونې د اندېښنې وړ وبللې او د لویو سرغړونو د مخنیوي لپاره یې سترې محکمې همغږي وغوښته. په مقابل کې د سترې محکمې رئیس د همکاریو د دوام ژمنه وکړه او د ښاري نظم او سالمې جامعې حقوقو په ساتنه کې یې له کابل ښاروال څخه مننه وکړه او د ښار په مدیریت کولو کې د کابل ښاروالۍ ونډه مهمه وبلله او له هغه یې هرکلی وکړو. د سترې محکمې رئیس د ښاروالۍ واکونه په قانوني ډول ښاري نظم کې اغېزمن او پلي کوونکي وبلل.