د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ په کابل ښار کې د لومړي ځل لپاره د پانګونې فرصتونو معلوماتي کڅوړه اعلان کړ .

7 جدی 1398

 د( عالي دی افغانستان) د ودې لپاره په دغه شعار سره چې له وارداتي افغانستان څخه د صادراتي افغانستان په لور او د افغانستان صنعتي کېدو کلي ستاسو په لاس کې ده یو کنفرانس د (تالیت ) شرکت لخوا د کابل ښاروالۍ او نورو نهادونو سره په ګډه د درې ورځو لپاره (۴،۵،۶ د جدي ۱۳۹۸ ) د کابل سرینا هوټل کې جوړ شو . د کابل ښاروالۍ د سرمایې د جذب ریاست په دغه برنامه کې د فعاله ونډې اخیستنې سره د معلوماتو خونو په درلودلو او د متشبیسینو او پانګوالو په مخامخ ناسته کې د ګډون له لارې په کابل کې د پانګونې د فرصتونو لومړنۍ معلوماتي کڅوړه په لاره واچوله . په خبرو کې چې د دې فرصتونو لپاره پکې بحث وشو ، د مرکز زون رئیس نظام الدین وحدت ، د سرمایو د جذب رئیس محمد مصطفی منګل او د کابل ښاروالۍ د بهسازۍ ریس شفیق صدیقي په کابل ښار کې د پانګونې فرصتونه په ګوته کړل او بې شمېره د پانګونې فرصتونو ته یې هم اشاره وکړه چې د لومړي ځل لپاره د کابل ښاروالۍ د سرمایې د جذب ریاست په نوم په خپلو تشکیلاتو کې اضافه کړو او له طریقه یې د متشبیسینو او پانګوالو لپاره یو ښه فرصت رامینځ ته کړو ترڅو له یوې خوا ښار د لویې سوکالۍ سره دوامداره پرمختګ وکړي او له بلې خوا پانګوالو ته ښه اقتصادي امکانات راوړي ترڅنګ یې د بې کارۍ کچه هم راټیټه شي . د کابل ښاروالۍ ( په ښار کې د پانګونې فرصتونو ) په اعلانولو سره په دې لټه کې دي چې په ټولو امورو کې د ښار بڼه بدل کړي . د دې برنامې بله برخه د متشبیسینو او پانګوالو پوښتنو ته ځانګړې شوې وه.