د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د ګرځنده ( مبایل اپلیکیشن ) او مالي مدیریت سیسټم (IFMS) پرانستل شو.

10 جدی 1398

د کابل ښاریانو لپاره د ښې حکومتدارۍ او غوره حساب ورکونې چمتو کولو په موخه د کابل ښاروالۍ ګرځنده ( مبایل اپلیکیشن ) او پرمخللی د مالي مدیریت سیسټم ( IFMS ) د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز لخوا پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دې خدماتو له لارې زمونږ ښاریان کولای شي د انځورونو او موقیتونو په رالېږلو سره ثبت کړي او سربېره پر دې هغوی کولای شي د دې سافټویر څخه په ګټه اخیستنې د خپلو ښاري خدمتونو حواله شویو پیسو د اندازې په اړه ډاډ او د کابل ښاروالۍ قانونو او مقرراتو په اړه پوهاوی تر لاسه کړي. دغه ډول هغه ښاریان چې غواړي د ودانیو او یا هم د اصنافو د فعالیت جواز تر لاسه کړي ، کولای شي د دې پروسې له جریان څخه پوره معلومات لاسته راوړي . تر څنګ یې د ناحیو مسئولینو ، ځایي وکیلانو او امبولانسونو شمېرې هم په دغه اپلیکیشن کې ځای پر ځای شوي دي . ښاریان کولای شي چې د تفریحي ځایونو شمېر او موقیتونه هم د دغه اپلیکیشن له لارې معلوم کړي . دغه اپلیکیشن د کابل ښاروالۍ د فیسبوک له پاڼې سره نښلول شوی دی چې د کابل ښاروالۍ رهبري هر وخت کولای شي چې ستونزې په نښه او دحل لاره ورته پیدا کړي. له بلې خوا د (IFMS ) سیسټم له فعالولو څخه موخه د کابل ښاروالۍ په مالي چارو کې ساده والی راوستل دي کوم چې د کابل ښاروالۍ د عوایدو راټولول او بودیجې مصرفول دي . د دې پروسې په کارولو سره به د وخت ضایع کېدو او سیسټم د پېچلتیا مخه ونیول شي.