د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار هوا د ککړتیا په مخنیوي کې د ښځو رول مهم دی.

10 جدی 1398

 د نن ورځې په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال ډاکټر مهتاب عالمي چې پکې د ښځو چارو وزارت ځینو همکارانو ، د دغې ادارې د جنډرآمیریت او د مختلفو ناحیو د ښځو شوراګانو غړو پکې ګډون کړی وو په لومړي سر کې په کورونو او په ځانګړې توګه د هوا ککړتیا په مخنیوي کې د ښځو رول په اړه خبرې وکړې ویې ویل ! لکه څرنګه چې میرمنې د مثبت مسؤلیت جمالیت احساس لري او د ټولنې په نورو مسئلو کې رول لوبوي دوی طمعه لري چې د هاو ککړتیا په مخنیوي او په کورونو کې د بې توپیره موادو له سوزولو په مخنیوي کې هم برخه واخلي او له مونږ سره د هول د ښه والي لپاره چې پدې وختونو کې د اندېښنې وړ ده همکاري وکړي . ترڅنګ یې د کابل ښاروالۍ د جنډر آمریت هغه معلوماتي کڅوړې او په چاپېریال ساتنه کې د مېرمنو تجربې د هوا ککړتیا د مخنیوي په موخه برابر شوي وو وړاندې کړل . په غونډه کې یو شمېر حفظ الصحه توکي او د ټوټې پاکټونه هم وویشل شو . په پام کې ده چې د ښار په ۲۲ ناحیو کې به ورته غوندې جوړې شي تر څو ټول د هوا ککړتیا په مخنیوي کې لاس په لاس شي او ترې خلاصی ومومو