د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ لخوا د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه د ښاریانو او چارواکو تر مینځ خبري غونډه وشوه.

11 جدی 1398

 د مسؤلیت پېژندلو او په ښاریتوب د متمرکز کېدو لپاره له غرمې وروسته د کابل ښاروالۍ د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه د عالي کمیسیون د عامه پوهاوۍ کمېټې په همغږۍ سره د ښاریانو او مسؤلینو تر مینځ یوه خبري غونډه جوړه شوه . دغه غونډه د هوا ککړتیا په مخنیوي کې د ښاریانو رول پیاوړي کېدو لپاره په لار اچول شوی وه . په دغه خبري غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال داکټر مهتاب عالمي په داسې حال کې چې د مختلفو ادارو استازو ، د چاپېریا ل ساتنې ملي ادارې ، د حج او اوقافو وزارت ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، نفوذ لرونکو سپین ګیرو ، د جامعه مدني ځینې اعضاؤ او د ناحیو ځینې ځایي وکیلانو هم شتون درلود ، د دغه غونډې څخه یې هدف د همکارۍ کولو روحیه پیدا کول ، د مسؤلیت احساس او د مهمو پرېکړو په عملي کېدو کې د وګړو رول په ځانګړي ډول په کابل ښار کې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره عاجل او عملي اقدامات وګڼل او زیاته یې کړه! چارواکي اړ دي چې د خلکو معقولې اړتیاوې او توقعات پوره کړي او د ښاریانو رغنده نظریات او وړاندیزونه په پام کې ونیسي.له بلې خوا دوی اړ دي چې د خلکو چاپېریالي ستونزو د حلولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي چې څنګه د ککړونکو موادو مخه ونیسو. هغه تمه لري چې په کورونو کې د هوا ککړوونکو موادو څخه ګټه وانخیستل شي او مونږ سره د هوا د ښه والي لپاره چې اوس د اندېښنې وړ ده یاري او همکاري وکړي ترڅو زمونږ ټولو د هوا ککړتیا حالت څخه د وتلو لپاره پلټنې وکړو او د خلکو او مسؤلینو تر مینځ فاصله ختمه شي. هغه په سالم چاپېریا کې د خلکو د ونډې په اړه وویل ! که زمونږ خلک د ښاري نظم د ساتلو او قانو پلي کولو کې د چارواکو سره همکاري وکړي نو مونږ به په ښاري ژوند کې په ځانګړي ډول د هوا ککړتیا مخنیو ی کې ښې ټولنیزې او د هوساینې مسئلې تجربه کړو. په دې خبري غونډه کې د بېلابېلو ادارو استازو په خلکو غو وکړ چې د دې موضوع په اړه خبرې وکړي ترڅو د هوا ککړتیا مخنیوي لپاره په ګډه کار وکړو . وروسته ځایي وکیلانو د مسؤلینو او ښاریانو تر مینځ په همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل ! که مونږ ټول په خپلو منطقو کې د چاپېریال ساتنې پر وړاندې متکي واوسو او د وطندوستۍ احساس وکړو نو د معاشرې ټولې ستونزې به حل شي . همدارنګه د خلکو استازو د هوا د ککړتیا په اړه خپلې اندېښنې او وړاندیزونه څرګند کړل چې د مسؤلینو لخوا ورته وضاحت ورکړل شواو ژمنه یې وکړه چې د هغوی له نظریاتو به د خپل پلان په پلي کولو کې ګټه واخلي