د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار سرغړونو لپاره د کمیسیون همغږۍ غونډه جوړه شوه.

11 جدی 1398

په ښار کې د غیر قانوني ودانیو جوړولو او د غصب شویو ځمکو راګرځولو په موخه د کابل ښاروال په مشرۍ چې پکې د کابل ښاروالۍ د پلانګذارۍ او ښاري توسعي مرستیال صدرالدین تاجک ، د کورنیو چارو وزارت استازو ، عدلیه ، د ښار جوړونې او اراضۍ ، لوی څارنوالۍ او د ۲۲ ناحیو رئیسانو ګډون درلود ، ښاري ستونزو ته د رسېدو په موخه د کمیسیون همغږۍ غونډه جوړه شوه .

کمیسیون د ټولیز بحث ورسته په اکثریت رایو پریکړه وکړه چې سرغړوونکو سره باید له ټولو مخکې قانوني چلند وکړی شي . 

په دغه غونډه کې کابل ښاروال د مسؤلینو د کارونو څرنګوالي ته اشاره وکړه ویې ویل!

تر دې وروسته د چارواکو د دندې غفلت د دې ادارې رهبرۍ او خلکو ته د منلو وړ نه دی ضرورت دی چې هر یو خپله دنده وپېژنو او د وطندوستۍ احساس ولرو . په خصوصي توګه د ارزیابۍ په اړه وویل چې دا ډول کړنې لا ډېرو بحثونو ته ضرورت لري تر څو د ادارو او چارواکو د همغږۍ اصولو پر اساس تنظیم او پلي شي . د کابل ښاروال د سرغړونو او عملیاتي میکانیزمونو د جوړولو لپاره د کړنلارو او مقرراتو په ټاکلو کې اړونده چارواکو ته هدایات ورکړل چې د ودانیزو سرغړوونکو مخنیوی او ملکیت ظبتول ترې هدف دی.ترڅو په وخت سره د عملیاتو او اجراتو ته دوام ورکړي.

همدارنګه د غونډې ګډونوالو خپلې مؤثره طرحې او پلانونه د مشکلاتو د رفع کولو په موخه شریکې کړې ، خپل نظرونه او پشنهادونه یې شریک کړل او ژمنه یې وکړه چې خپلې دندې به په ښه توګه پر مخ ویسي.

په آخر کې کابل ښاروال د غونډې د ګډونوالو د همغوۍ اصل د قانون په پلي کولو او ښاري اصولو کې ضرور وباله او په لا زیاتو هڅو یې ټینګار وکړ.

د مشورو اخیستل او د ادارو همغږي د مقرراتو او طرزالعملونو په جوړولو کې هم حتمي وبلل تر څو ښاریان د مثبتې نتیجې شاهدان واوسي او له بل پلوه د سرغړونو کچه هم راټیټه شي