الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د چاپېریال سرغړوونکو د مخنیوي پروسه دوام لري.

12 جدی 1398

کابل ښاروالۍ، چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د امنیتي قوماندانۍ استازو او د امنیتي حوزو آمیرینو د خبریالانو په شتون کې په ۱۲ د جدي د هوا ککړتیا د مخنیوي په موخه د بهسود بامیان د اوسپنې فابریکې، بهیر ګروپ ، د خالد عرب المونیمي وسایلو د تولید فابریکې او کابل کاغذ کارونه ودرول او د سوند ځایونه یې مهر لاک کړل .دې دولتي هیئت د تېرو ورځو په اقداماتو کې د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه او د سوخت موادو معیاري کولو په موخه د دې څلورو فابریکو چې په صنعتي پارکونو کې موقیت لري ، کارونه یې ودرول چې دغه هیئت د خان سټیل د اوسپنې فابریکې او میهن سټیل څخه هم نظارت وکړ او د هغوی فعالیتونه یې معیاري یاد کړل.اوهم يې د سپین غر دغوړيوفابریکې د مالک څخه يې کتبی ژمنه واخیسته چی خپل سیسټم معیاری کړي د یادونی وړ ده چې دغه عملیات دوام لري او سرغړونکوسره به قانوني چلند کيږی. دغه ډول مؤ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ظف هيئت اووه لوړ پوړیزې ودانۍ(سلطان ټاور،امیني ټاور، ماشاءالله ټاور کوه نور برج،الصفی پلازه، کارت چارپلازه، نصرت پلازه یو باب حمام او هوټل په دریمه او پنځمه ناحیو کې د هوا د فلټر د نه شتون له امله بند کړل. د ممتاز محل او برج انار هوټلونه هم بند کړی شوي دي