له څه مودې راهیسې ویجاړوونکو اشخاصو لخوا د شپې له تیارې څخه په ګټې اخیستنې د کابل ښار په بېلا بېلو ناحیو کې د سرک د غاړو ویالو جالي سرپوښونه غلا کړي او له ځان سره یې وړي دي . په دې خاطر چې د کابل ښاروالۍ اړونده موضوع جدي نیولې د ښاریانو او امنیتي ځواکونو مرسته هم غواړي. له ټولو ښاریانو څخه هیله کېږي چې د دغسې ورانیو په لیدو ، خرڅلاو او اخیستل او یا هم په داسې ځایونو کې چې د کابل ښاروالۍ پورې تړاو نه لري ولیدل شي نو کابل ښاروالۍ ته د اطلاع رسولو کې همکاري وکړئ.د دغسې کړنو عاملین غله شمېرل کېږي او رڅوونکي او اخیستونکي د ښار د جوړونې د قانون د ۱۸ مادې په اساس د هغه جنس څلور چنده جریمه او تخریب شوې ساحه به پرې له سره جوړیږي
د کابل ښار د سرکونو د غاړو ویالو جالي سرپوښونه له وړلو څخه مخنیوی او یا هم په خبر ورکولو سره خپل مسؤلیت ادا کړئ.
12 جدی 1398