الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ د واورې اورېدو پر مهال د زیانمنوکو ساحو ستونزې حل کړې دي

16 جدی 1398

کابل ښاروالۍ د وروستیو واورو اورېدو په تعقیب د وضعیت د کنټرول لپاره خپلې وروستۍ هڅې وکړې او له شته سرچینو څخه یې د رامنځته شوو ستونزو د حل لپاره د خوار زیاتې ګټې اخیستنې هڅه وکړه او دغه کار لا هم دوام ورکوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ښار عمومي سړکونه له واورو پاک کړي او ریګ او مالګه یې ورباندې شیندلې ده.  ارزونې ښيي چې د واورې کچه او له امله یې رامنځته شوې ستونزې په اوسنیو امکاناتو د کابل ښاروالۍ له توان څخه لوړې دي، نو د کابل ښاروالي د کابل له ټولو شریفو ښاریانو څخه غوښتنه کوي، چې په دغه مهمه چاره کې برخه واخلي او هر څوک د خپلو کورنو مخامخ سړکونه او فرعي کوڅې پاکې کړي.  همدارنګه له خپلو ګرانو هېوادوالو څخه غوښتنه کوو چې د واورې اورېدو په پر مهال د امکان تر کچې د خپلو بامونو واوره عمومي او فرعي سړکونو ته راونه غورځوي، څو نورو ښاریانو د مزاحمت لامل نه شي او د ښاریانو د تګ راتګ ستونزې زیاتې نه کړي.