د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 75.90 افغانی
1 یورو 81.80 افغانی
1 درهم 19.7667 افغانی
1 تومان 0.0017 افغانی
1 کلدار 0.2571 افغانی
1 هندی 0.8316 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ د شهیدانو او معلولینو وزارت سره د همکارۍ تړون امضاء کړ

16 جدی 1398

 دغه تړون د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال محمد فاضل شریفي او د دولت د شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرسته معاونه جمیله نورستاني په ۱۵ د جدي د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې لاسلیک شو . د دغه تړون د لاسلیک پرمهال د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال د دغې ادارې برنامې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره په ځانګړي ډول د سرکونو جوړول ، د پلي تګلارو شبکې ، ښاري تاسیساتو او نورو عامه ځایونو په اړه معلومات او همدارنګه د کابل ښاروالۍ او د شهیدانو او معلولینو وزارت ترمنځ د همکارۍ تړون پلي کول یاد کړل او ویې ویل ! مونږ د معلولو وګړو او شهیدانو وارثینو لپاره مهم تدابیر نیولي دي ترڅو هغه لاسي توکي پلورنکي چې په معلولو وګړو او د شهیدانو وارثانو پورې اړه لري ، مختلف ډول کاري اسانتیاوې او ډاډمن ځایونه برابر کړي تر څو د معلولینو له نوم څخه په ګټه اخیستنې سره څوک غیر قانوني کړنې تر سره نه کړي . همدا راز هغه وویل ! هغه ځایونه چې لاسي توکي پلورونکو ته ځانګړي شوي او هغه معلولین او د شهیدانو وارثان چې د شهیدانو او معلولینو وزارت لخوا کابل ښاروالۍ ته معرفي شوي ، په خاصه فیصدۍ ځای ورکړي . سربېره پر دې د سرغړونو د مخنیوي لپاره یو شمېر وګړي چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د معلولینو او شهیدانو د وارثینو له نوم څخه ګټه پورته کوي ټول به د بایومیټریک د دستګا په واسطه ثبت شي ترڅو یو نفر وکولای شي په یو ځای کې تنظیم شي. دغه ډول د شهیدانو اومعلولینو چارو وزارت تخنیکي معاوني د د کابل ښاروالۍ څخه د معلولینو لپاره د اسانتیاوو برابرولو کې د مننې تر څنګ خبرې وکړې او ویې ویل ! د معلولو وګړو لاسنیوی زمونږ د وطندوستۍ ملي وجیبه ګڼل کېږي او په دې تړونو سره به د معلولینو سره اقتصادي همکاري هم وشي.